کورپاڼه

دافغان سوله جوړوونکی (Afghan Peacemaker) پاڼې ته ښه راغلاست

په دې پاڼه کې تاسې زموږ او زموږ دپروژو په اړه مختلف معلومات ترلاسه کولی شی . موږ ځوان محصلان یو چې په المان کې ژوند کوو هدف مو دافغانستان دمسایلو څیړنه او ورته دحل لارې پیدا کول دي ، زموږ له مرستوڅخه نه یوازې افغانانستان میشتي بلکې په بهر کې اوسیدونکي افغانان هم برخمن کیږي ، په همدې اساس موږ دخپلو فعالیتونو ترڅنګ دافغانانو دحقونو دتأمین لپاره هم خپلې غوښتنې پیل کړي او په بریالۍ توګه مو دهامبورګ په پوهنتون کې دپښتو او دري ژبو کورسونه دایر کړي دي .


Pashtoo

درنو دوستانو ، محترمو اتحادیو

وخت رارسیدلی ده , چی دخلکو او هیواد دمنافعو په هکله لاس په کار شو. که موږ سره یو موټی واوسو کولای شو دځانګړی تلاشونو په نسبت ډیری بریاوو ته ورسیږو.
له همدی کبله ( دافغان پیس میکر اتحادیه) یو کنفرانس د ( افغانستان کنفرانس) تر نامه لاندی دجوړولو په درشل کی دی. زموږ هدف دیوی قوی شبکی ایجادول چه تولو اتحادیو او فعالو ډلو په کی ګډون ولری تر څو موږ وکلای شو دمختلفو موضوعاتو او پروژو په اړه دیو موتی شبکی په حیث عمل وکړواو ددولتی چارواکو او نورو سازمانونو په مقابل کی یو موتی ویندوی واوسو.
په دی ټوګه کولای شو دیو بل څخه ساتنه وکړو او دیو بل دمهارتونو او تجربی څخه ګټه واخلو دموثرو اطلاعاتو دجریان او دنظرونو دتبادلی د شبکی دټولو غړیو په منځ کی کولای شو چه پروژه شه وڅیړو او ژر یی اجرا کړو.
په دی کنفرانس کی د اتحادیو، د پوهنتونونو داستادانو ، تلویزیونی ځانګړیو شخصیتونو ، او فعالو غړیو دټولی اروپا او د امریکی دمتحده ایالاتو نو څخه مو بلنه کړیده چه خپلی نظریی او تګ لاری را سره شریکی کړی . لدی کبله ستاسو څخه هم په ډیره درناوی بلنه کیږی چه په دی کنفرانس کی ګډون وکړی.
یوه بله بیلګه ددی کنفرانس، دیوی کمیتی جوړول دی چه په هغه کی دافغانی فعالو او علاقه لرونکو ځوانانو چه دافغانستان دراتلونکی سوکالی په هکله زیار باسی ګډون دی . دکافی علاقه مندانو په لرلو سره موږ کولای سو چه دا کمیته په رسمی توګه په افغانستان کی ثبت او رجستر کړو.
دغه کنفرانس ګدون تولو ته وړیا ده . لطفا دنومونو دثبتولو دپاره داګوست تر شپږمی نیټی پوری دایمیل له لاری نه په تماس کی شی

خواړه هم په نظر کی نیول شویدی

ستاسو دلیدو په انتظار او په احترام
دافغان پیس میکر تیم


افغان ډموکراسي

دټولو افغانانو لپاره حقونه – تاسې کولی شی افغانستان ته تغییر ورکړی
زموږ هدف : دولسمشرۍ ټاکنوپه پروسه کې باید دټولو افغانانو رایې په پام کې ونیول شي !
زموږ لار : یوه انلاین درخواستي
زموږ تقاضا :درخواستي لاسلیک کړی او دخپلې رایې حق وغواړی!

له ټولو خپلو انو دوستانو سره مو خبرې وکړی ، ستاسې هره رایه حسابیږي .
کله چې ۵۰،۰۰۰ رایې پوره شي موږ دافغانستان دټاکنو دخپلواک کمیسیون څخه غوښتنه کوو چې موږ ته درایې اچونې حق راکړي .

د زیاتو معلوماتو لپاره دلته کلیک وکړی:
دټولو افغانانو لپاره درایې حق


 په هامبورګ پوهنتون کې د( پښتو ) او ( دري ) ښونیز کورسونه

موږ دآینې دانجمن په مرسته په هامبورګ پوهنتون کې د افغانانو او نورو علاقمندانو لپاره د ( پښتو ) او (دري ) ژبې کورسونه دایر کړي دي . ښونیز کورسونه دهامبورګ پوهنتون په انګړکې دایریږي ، په دغو کورسونو کې به ګډونوال وکولی شي ذکر شوې ژبې په مسلکي توګه په شفاهي او لیکني ډول زده کړي ، ښوونکي په افغانستان کې زیږیدلي او هلته یې په لوړو صنفونو کې تدریس کړی دی . په ښوونیزو ناستو کې ګډون وړیا دی او که غواړی ژبې زده کړی نو موږ ته په دغه ادرس بریښنا لیک ولیکی:
info@afghanpeacemaker.de

دلازیاتو معلوماتو لپاره دلته کلیک کړی
دژبې کورس