زموږ ټولنه

موږ افغان سوله جوړوونکي( Afghan Peacemaker) په المان کې دافغان محصلانو یو رضاکارانه سازمان یو . زموږ سازمان په ۲۰۱۲ جولای کې رامنځ ته شو، چې له هماغه وخته مو متعدد شمیر پروژې عملي کړې ، علاوه له دې زموږ سازمان د جنسیت او قومیت په لحاظ له مختلفوقومونو له میرمنو او نارینه و څخه جوړ دی ، زموږ موخه دافغانستان دستونزو شننه او ورته دحل دمناسبو لارو وړاندیز کول دي .

زموږ کاري کړنلار له هر ډول تعصب څخه لرې ، بې طرفانه ، علمي او اکاډمیکه ده .
همدا رنګه موږ له افغان سیاسیونو ، نظرخاوندانو او متخصصانو سره په اړیکه کې یو ، زموږ دکارونو پایلې دټولو علاقمندانو او په تیره افغان وطنوالو ته وړاندې کیږي ، له همدې لارې هغوی ددې امکانات پیدا کوي ، چې دمهمو موضوعاتو په اړه ضروري معلومات ترلاسه کړي او وکولی شي دغه معلومات په منتقدانه توګه منعکس کړي .

موږ په رضاکارانه ډول بې له کوم امتیاز څخه تعهد وړاندې کړی سربیره پردې هیڅوک کوم شخصي هدف نه تعقیبوي او مشترکه موخه دا ده چې څرنګه په افغانستان کې یو سالم وضعیت پراختیا ومومي .


موږ څه کارونه سرته رسوو ؟

موږ په تدریجي توګه پرمخ ځو چې په پایله کې وکولی شو دخپلو اهدافو پربنا ټاکل شوې پروژې تعقیب اوپه اغیزمنه توګه ورته پراختیا ورکړو.
زموږ کاري تمرکز دادی چې دافغانستان سیاسي وضعې ته پراختیا ورکړو او همدا رنګه داقتصادي ثبات او بنسټي جوړښتونودجوړښت او پایښت لپاره هڅې وکړو.دا زموږ داهدافو پراخه برخه تشکیلوي ، چې څرنګه کولی شو د دولتي حاکمیت ، دحقوقي نظامونو دفعالیت لپاره چې دافغانستان له ډاډمن ثبات سره مرسته کوي دزمینو څیړنه وکړو.له ځوان او زاړه نسل سره ددې لپاره همکاري کوو چې وکولی شي ، په پراختیا او پرمختیا کې برخه واخلي .
په همدې دلیل له افغانستان میشتو او بهر میشتو افغانانو څخه غوښتنه کیږي چې دهیواد په اوسنۍ او راتلونکې پراختیا کې کارنده ونډه واخلي .

موږ تاسې ته اړتیا لرو!

له افغانستان سره دهرډول مرستې کولو له کبله منندوی یو. موږ له ټولوعلاقمندوسازمانونو ، انجمنونو ، منفردو اشخاصو او په ځانګړې توګه له ټولو افغانانو څخه په مینه استقبال کوو ، یوازې په متحدانه توګه کولی شو ستونزې اوارې کړو اودژوند شرایط بهتر کړو، تاسې هم کولی شی دخپل وطن برخه اوسی او دافغانستان په راتلونکي کې برخه واخلی .