بشر دوست په المان کې

المان ته د ښاغلي ډاکټر رمضان بشردوست  سفر!

ښاغلی رمضان بشردوست دافغانستان دولسي جرګې وکیل دی چې دانقلابي افکارو په درلودوله وطن سره دعشق ژوندی مثال ګڼل کیږي ، د قدرت طلبۍ دناوړه حرص او زیاتیدونکي فساد پرضد مبارزه کوي او غواړي چې افغانستان له دغې تیارې څخه درڼا په لور حرکت پیل کړي .

حقیقت هغه ښکارنده ده چې مغرض او پردي پال  مطبوعات یې همیشه دپټولو کوښښ کوي ، چې په افغانستان کې دا بدبختي تر ټولو ډیره ده .

ددغه ناوړه سلوک د خنثی کولو په موخه موږ داکتوبر په ۷ نیټه  ۲۰۱۲ کال کې له ښاغلي بشردوست څخه غوښتنه وکړه چې المان ته راشي .

دولسي جرګې دغه غړي دخپلو نظریاتو په رڼا کې دافغانستان اوسنۍ وضعه او اساسي ستونزې بیان کړې.  دغونډو په جریان کې ښاغلي بشردوست توضیحات ورکړل او دافغانانوهغه پوښتنې یې ځواب کړې چې له ده څخه وشوې ، نوموړي ټول خلک دافغانستان له اوسني وضعیت څخه په ښه ډول خبرکړل .

موږ دخپلو اړیکو په تر څ کې وتوانیدو چې دنوموړي لپاره  په ګڼ شمیرښارونو کې په متعددو  غونډو کې دګډون زمینه برابره کړو .

زموږ سفر له فرانکفورت څخه پیل  د بوخم ، بن ، هامبورګ،برلین او نورو ښارونو په لور یې ادامه پیدا کړه ، ددغه سفر هدف دا وچې افغانان وکولی شي ، نیغ په نیغه د ښاغلي بشردوست له معلوماتو خبرداری حاصل کړي ، له ده څخه پوښتنې وکړي او ځوابونه واوري .

همدا رنګه دالمان دولت ته بشر دوست دبیا رغونې په برخه کې دیوه پاک او سپیڅلي سیاستمدار په حیث چې په هیڅ راز فساد کې ښکیل نه دی  دمثال په توګه مهم تلقي شو.

دهغه په حمایت کیدی شي دالمان مرستې دافغانستان خلکو ته په مستقیمه توګه ورسیږي .

په همدې ارتباط موږ د المان د سوشل ډموکراټ SPD، لیبرال ډموکراټFDP ،  د شنو حزب او په برلین کې دبهرنیو امورو له ادارې سره  مهمې ناستې درلودې .

ډیر هغه کنفرانسونه ،چې له ښاغلي بشردوست سره یوځای مو په کې ګډون درلود مهم او بریالي وو .

مهم بحثونه و شول ، چې دهیواد د بیارغونې په هکله  په کې رغنده نیوکې وشوې اوحل لارې وړاندیزشوې .