دانجمن غړي

نوم : فواد ځاځی
اړیکه : fawad.zazai@afghanpeacemaker.de
مسلک : دریاضي محصل
ژبني مهارتونه : پښتو ، دري ، الماني ، انګلیسي ، هندي
زما په اړه : د۲۰۱۲ په جولای کې موږ د افغان سوله جوړوونکیو انجمن تأ سیس کړ ،چې زه یې یو له فعالو غړو څخه یم . زه په افغانستان کې زیږیدلی یم ، څو ځل مې هیواد ته سفرونه کړي ، چې دخلکو او هیواد له وضعې څخه خبر شم ، افغانستان زما لپاره زیات مفاهیم لري ، په بشپړه توګه خپل ځان په بیا رغونه کې سهیم ګڼم او ډاډمن یم چې اراده دیوه بنسټي عمل دترسره کولو لپاره ستر اصل دی .

نوم : قیس ځاځی
اړیکه : qais.zazai@afghanpeacemaker.de
مسلک : نړیواله اداره – لسانس
ژبني مهارتونه : پښتو ، دري ، الماني ، انګلیسي ، لاتین
زما په اړه : موږ په خوندي شرایطو کې ژوند کوو ، چې ویره او ډار نشته ، له بده مرغه هر څوک دا رنګه ډاډمن ژوند نه لري ، په ځانګړې توګه زموږ وطنوال ، نو ځکه دیوه اصیل افغان په حیث د مسوولیت احساس کوم ، چې وکولی شم له خپلوهیواد والو سره مرسته وکړم ، ولو که په پیل کې ډیره ابتدايي او کمه هم وي ، له همدې کبله مې د افغان سوله جوړوونکو انجمن په رامنځ ته کولو کې همکاري وکړه ، ځکه موږ په متحدانه ډول کولی شو ، ډیر کار ونه وکړو ، ترڅو مو دیوه سوله ییز او بسیا افغانستان په جوړښت کې مرسته کړې وي .