هدف

افغانستان یو غیر متجانس هیواد دی چې بیلابیل قومي او ژبني ګروپونه لري ، دلته ټول امیدونه له ویرې او ډار سره ملګري دي ، ښکلي طبعي مناظر ، طبعي سرچینې او دافغان خلکو مهرباني له بهرنیو او کورنیو مناقشو ترسیوري لاندې راغلي او ورک شوي دي ، په میلیاردونو ډالربهرنۍ مرستې لګول شوي ، په زرګونو بهرني عسکر په افغانستان کې اوسیږي ولې بیا هم تر اوسه په هیواد کې امنیت او عدالت نه دی حاکم او لازمه پراختیا نه ده رامنځ ته شوې . دقدرت لپاره ناوړه سیالي ، فساد او ټروریزم ټول هیواد له مرګوني تهدید سره مخ کړی دی او ټول یوه هیله لري : دې لیونتوبونو ته دپاې ټکی کیږدی !

له فقر څخه دخلاصون او دیوه فعال دولت دتأسیس ترڅنګ افغانستان اوس هم د تیرې دیرش کلنې جګړې له پایلو څخه رنځ وړي ، دلسو کلونو هڅو باوجود اوس هم هیواد امن نه دی ، بې ثباته وضعه د بیار غونې اودسولې دټینګښت په مخ کې خنډ دی ، که څه هم له لسو کلونو څخه زیات وخت وشو چې دبدبختۍ مخه ونیول شي او یو پایدار دولت رامنځ ته شي ، اما سره له دغوټولو منډو ترړو بیا هم په هیواد کې امنیت نه دی ټینګ او دا وضعه ددې لامل شوې چې سوله رانه شي او دبیارغنیزو چارو مخه ډب کړي .

موږ نه شو کولی همیشه له حقیقت څخه سترګې پټې کړو، زمان تغییر کړی نو په همدې بنسټ یوه ډله محصلان یوځای شوي دي او د افغان سوله جوړوونکي (Afghan Peacemaker ) په نامه یادیږي .

زموږ اهداف څه دي ؟

موږ غواړو دافغانستان پرخلکو غږ وکړو. موږ غواړو دخلکو له هیروشویو ګټو څخه استازيتوب وکړو. موږ غواړو په افغانستان کې یو بهتر وضعیت ایجاد کړو. دا یوه اوږده لاره ده مګر ناممکنه نه ده .

دافغانستان لپاره باید هڅه وکړو چې خرابه وضعه بهتره شي ، یو حاکم دولت ، باثباته اقتصاد او یو اغیزمن قانوني سیسټم ، هغه عمده فاکټورونه دي چې رامنځ ته کول یې ستر ضرورت دی ، یوازې دهمدغو مواردو دپلي کیدو په صورت کې کیدی شي زموږ هیواد پراختیا ومومي ، امنیت ټینګ او سوله تأمین شي .

زموږ هدف دافغانستان په پراختیا کې دفعالې برخې اخستل دي . موږ نه غواړو دا په یوازني ځان سر ته ورسوو ، بلکې دا هغه وخت ممکنه ده چې دافغانستان په داخل او بهر کې ځوان ، او پوه نسل یوله بل سره لاسونه ورکړي او دخپل هیواد په حیاتي تصامیمو کې ونډه واخلي ، ترڅو دافغانستان په راتلونکي کې خپل رول ولوبوي .

موږ څرنګه خپلو اهدافو ته رسیدلی شو!

سره له دې چې افغانستان مهمو بدلونونو ته اړتیالري ، موږخپله پاملرنه په سیاسي مسایلو او دبشري حقونو په تأمین متمرکزه کوو.

دافغانستان اوسنۍ ستونزې د کورني بې اغیزې سیاست اود ریفورمونو له خلا څخه رامنځ ته شوې دي ، دسیاسي وضعې بهبود اور غون کولی شي ، د هیواد پر اقتصادي حالت باندې مثبته اغیزه وکړي .

ددې لپاره چې سیاسي ثبات رامنځ ته شي د ډموکراټیکو اساساتو رامنځ ته کول اړین دي ، زموږ غوښتنه داده چې په اساسي قانون کې درج شوې ډموکراسي او دبشري حقونو تأمین دداخلي سیاسي ثبات داستحکام لپاره پلې شي .

موږ ددغو اهدافو دتحقق لپاره قاطع اقدام کړی او په مستقله او بېطرفانه توګه بې له دې چې له کوم سیاسي حزب سره تماس ولرو پرمخ ځو.

زموږ لاسنیوی وکړی او افغانستان وژغوری!