دژبې کورسونه

په هامبورګ پوهنتون کې د( پښتو ) او ( دري ) ژبو  کورسونه

ګڼ شمیر هغه افغانان ،چې  په المان کې ژوند کوي دهرې ورځې په تیریدو خپلې مورنۍ ژبې له یاده باسي ، په ځانګړي ډول داسې اغیزې پرځوان نسل ډیرې مشاهده کیږي ، دوی پر افغاني ژبو ښه تسلط نه لري ، چې خپل ځان ته په لوړه کچه تبارز ورکړي   ، ددې تر څنګ په لیکني او شفاهي لحاظ هم لازم مهارتونه نه لري . په همدې حال کې یو شمیر افغانان غواړي چې ددري ترڅنګ پښتو ژبه هم زده کاندي ، مګر دوی نه شي کولی دغه دوې رسمي ژبې په سمه توګه زده کړي .

له همدې کبله موږ دآینې له مؤسسې سره په شریکه  دژبو دعلاقمندانو او افغانانو لپاره د( پښتو ) او ( دري ) ژبو یو ښونیز کورس  دایر کړ . ښونیزې ناستې دهامبورګ پوهنتون په انګړې کې جوړیږي  ، چې دا دافغان علاقمندانو لپاره یو غوره وړاندیز دی څو راشي او افغاني ژبې په مسلکي ، تقریري او تحریري توګه یادې کړي ، دا ښونیز کورسونه د اغلې لیلما یاسیني ، او ښاغلي نصیراحمد ملتهب له خوا تدریس کیږي . دپښتو ژبې ښونکې اغلې لیلما یاسیني او د دري ژبې ښونکی ښاغلی نصیر احمد ملتهب دی ، دواړه ښوونکي مجرب استادان دي ، میرمن لیلما یاسیني دکابل پوهنتون له ادبیاتو پوهنځي څخه فارغ التحصیله ده او په متعددو ژبو ، انګلیسي ، دري، اردو ، روسي  بلدیت لري .

ښاغلی ملتهب دولس کاله دکابل په حبیبیه لیسه کې استاد و چې له همدې کبله کولی شو ووایو د ښونیزو تجربو څخه برخمن دی .

راتلونکې سازمان ورکونې په دې توګه :

ځای : هامبورګ پوهنتون ، کوڅه . Von – Melle – Park 5 VMP Seminarraum 2101

نیټه او ساعت : هره سه شنبه له 18:00 تر 19:30 (دري ) او 19:45 تر 21:15 (پښتو)

که زموږ دکورسونو علاقمند یاست او غواړی په کې ګډون وکړی نو موږته په دغه ادرس  بریښنا لیک  راولیږی:

info@afghanpeacemaker.de